وسله‌والو په پېښور کې یوه ښځه او د هغې څلور اولادونه وژلي

ارشیف: په پېښور کې پولیس د پیرې پر مهال

نامعلومو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز پېښور ښار کې یوه ښځه او د هغې څلور اولادونه وژلي دي.

د ځايي رسنیو د راپور له مخې، دا پېښه پرون شنبې د پېښور په شاپور سیمه کې شوې ده.

د پولیسو چارواکو رسنیو ته ویلي چې نامعلوم کسان د ښځې کور ته ننوتي، د هغې ترڅنګ یې د هغې درې لوڼې او یو زوی وژلي دي.

تراوسه پورې د دې پېښې انګېزه نه ده څرګنده شوې.

په خیبر پښتونخوا کې خلک د ناامنۍ له زیاتېدو شکایت کوي.

د جمعې په ورځ ډیورند کرښې ته نژدې په خیبر سیمه کې وسله‌والو کسانو د پاکستان د پوځ پر دوو پوستو بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې لږترلږه ۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل شوي دي.