د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو د درېیو امریکايي وګړو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

محمود شاه حبیبي د طالبانو د استخباراتو له خوا په کابل کې د القاعده شبکې د پخواني مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو ۱۰ ورځې وروسته ونیول شو چې تر اوسه یې د برخلیک په باب معلومات نه شته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي له طالبانو د درېیو امریکايي وګړو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

په دغه وزارت کې د برمته نیونې د چارو لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي روجر کارسټنس تېره شپه پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې رایان کوربت او محمود شاه حبیبي دوه کاله مخکې په افغانستان کې اسیران شول.

حبیبي د افغانستان تابعیت هم لري.

د تېر جمهوري نظام د ملکي هوايي چلند پخوانی مشر محمود شاه حبیبي د طالبانو د استخباراتو له خوا په کابل کې د القاعده شبکې د پخواني مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو ۱۰ ورځې وروسته ونیول شو چې تر اوسه یې د برخلیک په باب معلومات نه شته.

د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د برمته نیونې د چارو لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي روجر کارسټنس لیکلي چې د رایان کوربت او محمود شاه حبیبي تر څنګ بل امریکايي وګړی جورج ګلیزمن هم له اوږدې مودې راهیسې اسیر دی، چې کورنۍ یې نه زغمل کېدونکی درد ګالي.

کارسټنس لیکلي چې دوی خپلو هڅو ته دوام ورکوي، چې دغه کسان بېرته له خپلو عزیزانو سره یوځای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وروستیو کې ویلي چې محمود شاه حبیبي او دوه نور امریکايي وګړي د طالبانو په بند کې په خراب وضعیت کې دي.