ترکیې پر انسټاګرام لګول شوی محدودیت لیرې کړ

په ترکیه کې له څو ورځو راهیسې پر انسټاګرام محدودیت لګول شوی و.

ترکیې له څه باندې یوې اوونۍ وروسته پرون پر انسټاګرام ټولنیزه شبکه لګول شوی محدودیت لیرې کړ.

ترکیه وايي، میټا شرکت چې انسټاګرام یې مربوط کېږي د محتوا د لیرې کولو لپاره د انقرې اصول منلي دي.

د ترکیې د ټرانسپورټ او بنسټیزو پروژو وزیر عبدالقادر اورال اوغلو په خپله ایکس­پاڼه کې دا خبر ورکړی دی.

هغه لیکلي چې میټا شرکت د ترکیې د حکومت هغه اصول منلي چې د محتوا د لیرې کولو په باب دي، داسې محتوا چې ترکیه یې مجرمانه ګڼي.

میټا شرکت دا موضوع تایید کړې نه ده.