نظرپوښتنه: هاریس په درېیو ایالتونو کې له ټرمپ څخه مخکې ده

د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو کاندیدان ډونالډ ټرمپ او کاملا هاریس

یوې نوې نظرپوښتنې له مخې، د امریکا د ولسمشر مرستیاله او د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ډیموکراټانو کاندیده کاملا هاریس په درېیو ایالتونو کې د جمهوري غوښتونکو د کاندید ډونالډ ټرمپ څخه مخکې ده.

د احتمالي رای ورکوونکو یوه نظرپوښتنه چې د نیویارک ټایمز او سینا کالج له‌خوا ترسره شوې او د شنبې په ورځ د اګست په لسمه یې پایلې خپره شوي ښیي چې په میشیګان، پنسلوانیا او ویسکانسن کې کاملا هاریس یا له ټرمپ سره مساوي ده یا ترې مخکې ده.

دا درې ګڼ‌مېشتي ایالتونه د ولسمشرۍ ټاکنو کې د بریا لپاره مهم بلل کېږي.

په دې ایالتونو کې نظرپوښتنو د نږدې یو کال راهیسې ټرمپ نږدې یا لږ څه وړاندې ښودلی.

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې به د نومبر په پنځمه ترسره شي.