د غزې په يو ښوونځي کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر ۹۳ ته ورسېد

غزه کې پر ښوونځي د بريد انځور

د غزې د ملکي دفاع بنسټ نن ویلي، پر یوه ښوونځي چې بې‌ځایه شوي فلسطینیان په‌کې دېره وو، د اسرايیل په هوايي حمله کې ۹۳ کسان وژل شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس لیکلي، چې په بې پرې ډول دغه شمېرې نه‌شي تاییدولی، خو که تایید شي، دا به په غزه کې د اسرايیل او حماس ترمنځ د لس میاشتنۍ جګړې پر مهال تر ټولو له خونړیو پېښو وي، خو د غزې روغتیا وزارت بیا د وژل شویو شمېر ۸۰ یاد کړی دی.

په همدې حال کې د اسرايیل د پوځ ویاند وايي، پر ښوونځي د اسرايیل په برید کې د حماس او اسلامي جهاد شا و خوا ۲۰ وسله‌وال چې له هغه ځایه یې فعالیت کاوه، په نښه شوي دي.

ناداو شوشاني پر خپله ایکس¬پاڼه لیکلي، چې د ښوونځي انګړ او هلته هغه جومات ویشتل شوی، چې د حماس او اسلامي جهاد د پوځي مرکز په توګه کارول کېدل.

دا په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ لس میاشتنۍ جګړه کې یو له خونړیو بریدونو ګڼل کېږي.

د راپور له‌مخې په غزې تړانګه کې نژدې ټول ښوونځي د هغو کسانو په پناه ځایونو بدل شوي چې د جګړې له امله له خپلو مېنو کډې کولو ته اړشوي دي.