غزه کې په يوه ښوونځي کې پر پناه اخيستونکو بريد؛ له ۶۰ زيات فلسطينيان وژل شوي

ارشيف

په غزې تړانګه کې روغتیایي چارواکي وایي، چې نن په غزې ښار کې پر یوه ښوونځي چې فلسطینیانو په‌کې پناه اخیستې، د اسراییل په یوه هوايي برید کې له شپېتو زیات کسان وژل شوي دي.

په غزه کې د روغتیا وزارت د امبولانس او بېړنیو خدمتونو ادارو وویل، په دغه برید کې چې د غزې ښار په مرکزي برخه کې پر تابعین ښوونځي شوی، شاوخوا ۴۷ نور کسان ټپیان شوي دي.

د اسوشیتید پرس خبري اژانس د راپور له‌مخې د اسراییل پوځ دغه برید تایید کړی، خو ادعا یې کړې چې په ښوونځي کې دننه د حماس د قوماندې مرکز یې په نښه کړی دی.

پوځ په‌دې اړه شواهد نه‌دي وړاندې کړي.

دا په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ لس میاشتنۍ جګړه کې یو له خونړیو بریدونو ګڼل کېږي.

د راپور له‌مخې په غزې تړانګه کې نژدې ټول ښوونځي د هغو کسانو پر پناه ځایونو بدل شوي چې د جګړې له امله خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د ملګروملتونو د شمېرو له‌مخې د جولای تر شپږمې نېټې پورې په غزه کې د ۵۶۴ ښوونځیو له ډلې پر ۴۷۷ یې یا مستقیم بریدونه شوي یا د جګړې له امله زیانمن شوې دي.

تر دې مخکې په جون میاشت کې د غزې په مرکزي برخه کې پر یوه ښوونځي چې فلسطیني کډوالو په‌کې پناه اخیستې وه، د اسراییل په هوایي برید کې لږ تر لږه ۳۳ کسان وژل شوې و چې ۱۲ یې ښځې او ماشومان و.