اسراييل په غزه کې د سولې د مذاکرې د بيا پيل خبر ورکړی

په غزه کې اسراييلي سرتېري

د اسرايیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر وايي، هېواد یې موافقه کړې چې بله اوونۍ د نړیوالو منځ‌ګړو په غوښتنه په غزه کې د سولې مذاکرې بیا پیل کړي.

دا اعلان داسې وخت کېږي چې سیمې ته د غزې د روانې جګړې د خپرېدو د مخنیوي لپاره ډیپلوماتیکې هڅې چټکې شوې دي.

تر دې مخکې ایران ادعا کړې وه، چې اسرايیل غواړي په منځني ختیځ کې جګړه خپره کړي، چې دا ډول تورونه د حماس ډلې چارواکو هم لګولی دی.

د امریکا متحده‌ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس، یو تروریستي سازمان ګڼي.

ویل کېږي په غزه کې د سولې د ټینګښت په هدف به مذاکرې د اګست میاشتې پر ۱۵مه یا د قطر په پلازمېنه دوحه یا د مصر په پلازمېنه قطر کې بیا پیل شي.

د امریکا متحده‌ایالتونو، قطر او مصر په ګډه اعلامیه کې ویلي، بېلابېلو لوریو ته بلنه ورکړل شوې، څو په دغو خبرو کې چې هدف یې د پاتې خلاوو ختمول او له ځنډ پرته د یوې موافقې عملي کول دي، برخه واخلي.