د اضافه ماليې لګولو له امله د پاکستان او چين ترمنځ پوله تړل شوې

د چين او پاکستان ترمنځ پوله

د اضافي مالیو پر خلاف د سوداګرو له‌خوا د څو اوونیو احتجاجونه، د پاکستان او چین ترمنځ د سرحد د تړل کېدو سبب شوي دي.

له‌دې سره پر دغه سرحد تګ راتګ او تجارت ځنډول شوی او محلي یا نړیوال ګرځندویان یې اړ کړي، پر دغه سیمه چې ارتفاع یې ۴۶۰۰ مترو ته رسېږي بند پاتې شي.

په دغو ګرځندویانو کې بریتانویان، هسپانویان او فرانسویان شامل دي.

سوداګرو د پاکستان د حکومت د هغې پرېکړې خلاف احتجاج پیل کړی، چې د چین پر وارداتي مالونو یې اضافه مالیه لګولې ده.

د پاکستان په شمال کې د ګلګت بلتستان سیمې سوداګرو خپل احتجاجونه تېره میاشت پیل کړل او پر سرحد یې د تجارتي لاریو او د مسافرو د موټرو د تګ راتګ مخه ونیوله.

یوه محلي چارواکي عمران علي ویلي، له دې سره په سلګونو لارۍ چې تجارتي مالونه په کې بار دي، په دواړو لوریو کې بند پاتې دي.