نن شنبه د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې د پوليو ضد واکسين کمپاين پيليږي

انځور - ارشيف

نن شنبه د افغانستان په ځینو ولایتونو کې ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین پیلېږي.

له پولیو د خلاص افغانستان بنسټ پرون جمعه پر خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) د دې خبر ترڅنګ له ټولو کورنیو غوښتي چې له ګوزڼ ناروغۍ څخه د افغانستان په خلاصون کې ونډه واخلي.

په بیان کې نه‌دي ویل شوي چې، له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ ضد د واکسین ورکولو دغه کمپاین به په څو ولایتونو کې علي شي او څو ماشومانو ته به واکسین ورکړل شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان تر چتر لاندې د پولیو د له‌منځه وړلو د نوښت په نوم بنسټ په‌دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې د روان میلادي کال له پیله د پولیو نهه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د ماشومانو ګوزڼ یا فلج یوه ویروسي او ساري ناروغي ده چې کولای شي ماشوم د تل لپاره فلج او ان د مړینې سبب یې کېږي.