عاصم منير: د طالبانو حکومت دې د ټي‌ټي‌پي له ملاتړه لاس واخلي

د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منير

د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر یو ځل بیا له افغان طالبانو وغوښتل چې د اسلام‌اباد په وړاندې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي له ملاتړه لاس واخلي.

جنرال منیر پرون پنج‌شنبې په پاکستان کې د عالمانو ملي کنفرانس ته په خپلو څرګندونو کې ټي‌ټي‌پي ته په اشاره وویل، دوی هغه کسان چې له شریعت او د پاکستان له اساسي قانون پیروي نه‌کوي، پاکستانیان نه بولي.

نوموړي ټي‌ټي‌پي خوارج یاد کړل، هغه کلمه چې یاغیانو ته کارول کېږي او له افغان طالبانو یې وغوښتل چې د یوه دوست او ګاونډي هېواد په توګه د پاکستان په وړاندې د هغوی ملاتړ ونه‌کړي.

طالبانو د پاکستان د پوځ د مشر د دغو تازه څرګندونو په اړه تر اوسه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو له‌دې مخکې یې دا ډول ادعاوې چې ګواکې افغان طالبانو د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان ډلې ته ځای ورکړی او د دې ډلې وسله‌وال له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي، په کلکه رد کړي دي.