غزه کې د اوربند موافقې د چمتو کېدو خبر ورکړل شوی

د غزې يو انځور

د متحده‌ایالتونو، قطر او مصر مشرانو اعلان وکړ چې د غزې د اوربند موافقه چمتو ده او له دواړو خواو غواړي چې د موافقې د جزییاتو په اړه فوراً خبرې پیل کړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني او د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي په خپله ګډه اعلامیه کې، چې پرون (پنج‌شنبې) ماښام یې خپره کړه، په اسراییل او حماس سخت‌دریځې ډلې باندې غږ وکړ چې، راتلونکې پنج‌شنبه، د اګست په ۱۵ په دوحه یا قاهره کې خبرې بیا پیل کړي.

حماس د امریکا او اروپایي اتحادیې له‌خوا یوه تروریستي ډله بلل کېږي.

د متحده‌ایالتونو، قطر او اسراییل مشران، چې په غزه کې د اوربند د خبرو منځ‌ګړي دي، په خپله ګډه اعلامیه کې ویلي چې: "اوس د هوکړې چوکاټ روښانه شوی او یوازې د پلي کولو جزییات پاتې دي."

د ګډې اعلامیې له خپرېدو یو ساعت وروسته، د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتانیاهو دفتر اعلان وکړ چې هېواد به یې د متحده‌ایالتونو او منځ‌ګړو د وړاندیز په ځواب کې د راتلونکې پنج‌شنبې خبرو ته یو پلاوی واستوي.

د اسراییل د صدراعظم د دفتر له خبرپاڼې سره سم، د خبرو ځای تر اوسه نهايي شوی نه‌دی.

حماس ډلې تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.