ارزګان کې د استراليايي ځواکونو له لوري د وژل شويو کسانو کورنۍ د خپل حق غوښتنه کوي

ارزګان کې استراليايي ځواکونه د عملياتو پر مهال

په ارزګان کې د استرالیایي ځواکونو له‌خوا د وژل شویو کسانو یو شمېر کورنۍ د خپل حق غوښتنه کوي.

مریم چې د ارزګان ولایت اوسېدونکې ده د نړیوالو ځواکونو له لوري د خپل وژل شوي زوی حمیدالله حق غواړي.

مریم چې وایي زوی یې بې‌ګناه و، استرالیایي ځواکونو د دوی په مخ کې په ډېره بې رحمۍ وواژه.

ورته کش یې کړ، زما زوی یې په چړو برچو رامړ کړ."
مريم د ارزګان اوسېدونکې

هغه وايي: "بالا د شپې په مخه راغلل، چاپه یې ووهله، نو موږ یې ګرده یوه اطاق ته کړو، زما زوی یې بل ته کړ، زما پر زوی باندې راولاړ شول، داسې کلکین و ورته کتل مې، بالا ورته کش شول اورته ویل یې چې ته له طالبانو سره اړیکې لرې، ورته کش یې کړ، زما زوی یې په چړو برچو رامړ کړ."

مریم وایي، له زوی څخه دوه کونډې او څو یتیمان ور پاتې دي او اوس ژوند په ډېره سختۍ تېروي.

نوموړې د خپل وژل شوي زوی په اړه د عدالت او حق غوښتنه کوي.

دا په ارزګان ولایت کې یوازې مریم نه‌ده چې زوی یې د نړیوالو ځواکونو له‌خوا وژل شوی، بلکې ډېر نور هم په‌دې ولایت کې چې یو مهال د سختو جګړو ډګر و، د نړیوالو ځواکونو له‌خوا د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

د ملګروملتونو د کارپوهانو ډلې د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې غوښتنه وکړه چې استرالیا باید په افغانستان کې هغو کورنیو ته تاوان ورکړي چې عزیزان یې د استرالیایي ځواکونو له‌خوا په ناقانونه توګه چې هغه جنګي جرمونه بلل شوي، وژل شوي دي.

په دې اړه نور: ملګري ملتونه: استراليا دې ژر تر ژره افغانستان کې د وژل شويو بې‌ګناه ولسي وګړو غرامت ورکړي

دې ډلې په‌دې بیان کې ویلي چې، استرالیا دې د وژل شویو ۳۹ ولسي وګړو کورنیو ته د تاوان ورکولو په اړه خپله ژمنه عملي کړي.

په هغه راپور کې چې څلور کاله مخکې د قاضي پاول بریرټن "Paul Brereton" په مشرۍ په افغانستان کې د استرالیایي ځواکونو له‌خوا د ترسره شویو جنګي جرمونو د ادعاو په اړه د ترسره شوې څېړنې په پایله کې خپور شو، نتیجې یې ښېي چې ۳۹ افغانان په ناقانونه توګه، شکنجه شوي او وژل شوي دي.

"چې هلک له کلا ووت، په باغ کې یې راوګرځاوه، دستي یې بیا وواژه.
نوريه

سره له‌دې چې د استرالیا حکومت د دغه راپور موندنې او سپارښتنې منلي، خو تر اوسه یې د دغو قربانیانو کورنیو ته چې د خپلو عزیزانو پر وژل کېدو یې شاوخوا یوه لسیزه اوړي، تاوان نه‌دی ورکړی.

د دې ډلې په خبره د دغو قربانیانو کورنۍ په کلیو کې سخت ژوند تېروي.

نوریه د ارزګان ولایت یوه بله اوسېدونکې ده چې زوی یې د نړیوالو ځواکونو له‌خوا وژل شوی.

نوریه وایي، ډېر یتیمان ورپاتې دي او له ډېرې بې‌وزلۍ کړیږي.

نوموړې په‌دې اړه چې زوی یې په څه ډول ووژل شو، ازادي راډیو ته وویل: "چې هلک له کلا ووت، په باغ کې یې راوګرځاوه، دستي یې بیا وواژه. ما باندې یو مخ خلک و، دوه دوه کسه په خونه کې را باندې ولاړ وو، چې ماسپښین شو، دوی تیارو ته وختل، چې ما راټوپ کړل، دی نه و، چې ومو لیدل دی شهید شوی و."

استراليايي ځواکونه د عملياتو پر مهال October 2, 2009

د ملګروملتونو د کارپوهانو ډلې دا هم ویلي چې، استرالیا دې د تاوان تر څنګ د قربانیانو له کورنیو بښنه وغواړي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ چې نوموړی هم د دغو کارپوهانو د ډلې غړی دی، پر خپله ايکس‌پاڼه په یو بیان کې د استرالیا له حکومت څخه غوښتي چې د ۳۹ قربانيانو کورنیو ته د تاوان د ورکولو لپاره سمدستي اقدام وکړي.

اسټرالیا چې د نړیوالو ځواکونو په چوکاټ کې یې افغانستان ته ځواکونه استولي و، ډېری سرتیری یې په ارزګان ولایت کې دېره و.

په افغانستان کې د استرالیایي ځواکونو پوځي ماموریت د ۲۰۲۱ کال په جون کې رسماً پای ته ورسېد.

د دغه نژدې شل کلن ماموریت په ترڅ کې چې له ۲۰۰۱ کال وروسته پیل شوی و، ۴۱ استرالیایي پوځیان په افغانستان کې وژل شوي دي.