طالبانو د نشه‌يي توکو قاچاق او سوداګرۍ دوام په تړاو د سیګار وروستي راپور ته غبرګون وښود

ارشیف: په افغانستان کې نیول شوي نشه‌يي توکي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د سیګار هغه راپور ته غبرګون ښودلی چې ویلي یې دي، د طالبانو له لوري د کوکنارو د کښت له مخنیوي سره سره د نشه‌يي توکو قاچاق او سوداګري لا هم دوام لري.

دغه وزارت په خپله اعلامیه کې ادعا کړې چې دوی د خپل مشر د فرمان پر بنسټ د نشه‌يي توکو پر وړاندې جدي او پرېکنده مبارزه کړې.

په اعلامیه کې چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله ایکس‌پاڼه خپره کړې، راغلي چې په هېواد کې د نشه‌يي توکو د کښت، قاچاق، تولید، اکمالاتو او ذخیرې د مبارزې په وړاندې هېڅ نوع استثنا شتون نه لري او پولیس د دې ناوړه پدیدې د له منځه وړلو لپاره رغنده مبارزه وکړي.

په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې لپاره د سرمفتش دفتر یا سیګار په خپل وروستي راپور کې ویلي، د طالبانو له لوري د کوکنارو د کښت له مخنیوي سره سره د نشه‌يي توکو قاچاق او سوداګري لا هم دوام لري.

سیګار په دې راپور کې، چې د اګست په شپږمه یې خپور کړ، ویلي چې په افغانستان کې د هغو نشه‌يي توکو په تېره بیا تریاکو کاروبار دوام لري چې مخکې زېرمه شوي دي.