فرانسې له ایرانه د زغم او په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو د مخنیوي غوښتنه وکړه

د عکس ښي لور ته د د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او چپ لور ته د هغه ایرانی سیال مسعود پزشکیان

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون له خپل ایراني سیال سره په خبرو کې د زغم او په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو د مخنیوي غوښتنه وکړه.

الیسي ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي، ایمانویل مکرون د چهارشنبې په ورځ له مسعود پزشکیان سره په ټیلیفوني تماس کې وویل چې هغه باید په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو د مخنیوي لپاره هر څه وکړي.

دا ټیلیفوني خبرې وروسته له هغې وشوې چې ایران د تهران په شمال کې د حماس د سیاسي دفتر د پخواني مشر اسماعیل هنیه د وژنې پړه پر اسراییل واچوله او ویې ویل چې غچ به اخلي.

حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له‌خوا د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژندل کېږي.

دا له لسو ورځو څخه په کمه موده کې د فرانسې او ایران د ولسمشرانو تر منځ دوهم وار ټلیفوني خبرې دي.

تر دې مخکې مکرون د ایران له ولسمشر سره هغه وخت غږېدلی و چې د ګولان پر لوړو د راکټي برید په ترڅ کې ۱۲ تنه اسراییلي ځوانان وژل شوي وو.

مکرون هغه وخت له پژشکیان غوښتي وو چې د بې ثباتۍ د عواملو له ملاتړه لاس واخلي او د لبنان او اسراییلو تر منځ د جګړې د زیاتېدو مخه ونیسي.