د نوبل جايزې ګټونکی محمد يونس د بنګله‌دېش د نوي موقت حکومت د مشر په توګه غوره شوی

د نوبل د جایزې ګټونکی محمد یونس

د بنګله‌دېش ولسمشرۍ اعلان وکړ، چې اقتصاد پوه او د نوبل د جایزې ګټونکی محمد یونس به د نوي موقت حکومت مشري کوي.

دا وروسته له هغې چې د بنګله‌دېش پخوانۍ صدراعظمې شیخ حسینه د پراخو اعتراضونو په نتیجه کې استعفا وکړه او له هېواد څخه وتښتیده.

۸۴ کلن محمد یونس چې د کوچنیو پورونو یو طراح اوله بې‌وزلۍ څخه د ملیونونو کسانو په وتلو یې شهرت موندلی، د محصلانو د مشرانو د وړاندیز له‌مخې د موقت حکومت مشرتابه ته غوره شوی دی.

د بنګله‌دېش ولسمشر محمد شهاب‌الدین له خلکو غوښتي چې، له روان بحران څخه په وتلو کې مرسته وکړي او د یوه موقت حکومت جوړېدل یې ضروري بللې دي.

محمد یونس چې اوس په اروپاکې اوسي، د سه‌شنبې په ورځ فرانس پرېس اژانس ته وویل چې، د یوه موقت حکومت د مشرتابه لپاره تیاری نیسي.