پوتين له ايران څخه د اسماعيل هنيه د وژنې په اړه د "احتياطي غبرګون" غوښتنه کړې

د روسيې ولسمشر ويلادمير پوتين

رویټرز خبري اژانس د دوو جګپوړو ایراني سرچینو له قوله ویلي چې، د روسیې ولسمشر د ایران مذهبي مشر ايت‌الله علي خامنه‌يي ته یو پیغام استولی چې، په هغه کې په اسراییل باندې د ایران د احتمالی برید په صورت کې د "ملکی تلفاتو د مخنیوي" غوښتنه کوی.

دوو ایراني چارواکو، چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، د سه‌شنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د پوتین پیغام د روسیې د امنیت شورا د منشي سرګی شوېګو په لاس د ایران مشرانو ته سپارل شوی دی.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې، پوتین په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د پخواني مشر اسماعیل هنیه د وژنې په اړه له ایران څخه د "احتیاطی غبرګون" غوښتنه کړې ده.

په راپور کې د دوو ایراني سرچینو له قوله ویل شوي، ایراني چارواکو په تهران کې د روسیې د امنیت شورا له منشي شوېګو سره په کتنه کې، له روسیې څخه د سوخوۍ -۳۵ جنګي الوتکو د ورکولو غوښتنه هم کړې ده.

رویټرز وايي، په‌دې اړه کریملین د دغه اژانس پوښتنې ته ځواب ونه وایه.

خو د روسیې ریانوستي اژانس تایید کړې چې شویکو د تهران د سفر په لړ کې د اسماعیل هنیه د ترور په اړه خبرې کړي دي.