سيګار: افغانستان کې د نشه‌يي توکو قاچاق او سوداګري لا هم دوام لري

د سيګار لوګو

په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې لپاره د سرمفتش دفتر "سیګار" وايي، د طالبانو له لوري د کوکنارو د کښت له مخنیوي سره سره د مخدرو موادو قاچاق او سوداګري لا هم دوام لري.

سیګار په یوه راپور کې، چې پرون (سه‌شنبې) یې خپور کړ، ویلي چې په افغانستان کې د هغو مخدرو موادو په تېره بیا تریاکو کاروبار دوام لري چې مخکې زېرمه شوي دي.

د سیګار په راپور کې دا هم ویل شوي چې، د افغانستان په ځینو سیمو کې د اقتصادي ستونزو له کبله خلکو د کوکنارو د نه کرلو په اړه د طالبانو د حکومت له پرېکړې سره مقاومت کړی دی.

په وروستیو کې په بدخشان کې د کوکنارو د اړولو په وړاندې د څو ولسوالیو خلکو مظاهره وکړه، چې په تاوتریخوالي واوښته او په لړ کې یې څو تنو ته مرګ‌ژوبله واوښته.