د طالبانو حکومت د کډوالۍ نړیوال سازمان وروستی راپور رد کړ

ارشیف: د افغانستان او ایران پر یوه سرحدي سیمه کې افغان کډوال چې اروپايي هېوادونو ته د تللو په موخه په داسې لارو سفر کوي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالۍ نړیوال سازمان وروستی راپور رد کړ.

دې وزارت په یوه بیان کې ویلي، ځینې سازمانونه د مرستو د راجلبولو په خاطر غلط معلومات خپروي چې هغه د افغانستان پر خلکو مستقیم اغېز کوي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا "آی‌اوایم" په وروستي راپور کې ویلي چې له ۲۰۲۰م کال راهیسې شاوخوا اته میلیونه افغانان له خپل هېواد څخه وتلي او ګاونډیو او اروپایي هېوادونو ته کډه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، پرافغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل راپدېخوا تراوسه په دومره شمېر کې خلک له افغانستان څخه نه وو کډوال شوي.

د دې وزارت په خبره، په افغانستان کې په وروستیو څلورو لسیزو کې دا لومړی ځل دی چې له افغانستان څخه د خلکو د وتلو پرتله دې هېواد ته ډېر کسان بېرته راستانه شوي چې شمېر یې په وروستیو درېیو کلونو کې ۳،۷ میلیون کسانو ته رسېږي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې ۷۵ سلنه افغانانو چې ایران ته تللي، ویلي چې په افغانستان کې د کاري فرصتونو نشتوالي، دوی دې کار ته اړ کړي دي.