د ایران پر فضا تېرېدونکو الوتکو ته د لارې بدلولو سپارښتنه شوې

ارشیف

پر اسراییل د ایران د برید د احتمال له زیاتېدو سره هغو هوايي شرکتونو ته، چې الوتکې یې د ایران له فضا تېرېږي، ویل شوي چې خپله الوت لاره بدله کړي.

په داسي حال کې چې په تهران کې د حماس د سیاسي څانګې د مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته په سیمه کې کړکېچ په زیاتېدو دی، د ایران د باندنیو چارو وزیر وايي، د اسلامي همکارۍ سازمان د باندنیو چارو وزیران سبا چهارشنبې په سعودي عربستان کې د ایران په غوښتنه بېړنۍ غونډه جوړوي.

دا له ۲۰۲۰ م کال راهیسي د اسلامي همکارۍ سازمان، چې ۵۷ غړي لري، د وزیرانو څلورمه غونډه ده.

په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه په منځني ختیځ کې د جګړې په اړه اندېښمنه ده، د جروسلم پوسټ ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر یسراییل کاتز له قوله وویل چې د ایران حکومت پریکړه کړې چې پر اسراییل برید وکړي.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علي باقري کني په اسراییل باندې د برید پیغام د هنګري د بهرنیو چارو وزیر پیټر سیارتو ته لېږلی او سیارتو کاتز ته په دې اړه معلومات ورکړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر ووکر ترک هم په منځني ختیځ کې د کړکېچ د زیاتېدو د خطر په اړه جدي اندیښنه څرګنده کړه او په "ټولو اړخونو او نفوذ لرونکو دولتونو" یې غږ وکړ چې د اوسني "ډیر ناامنه" وضعیت د کمولو لپاره سمدستي اقدام وکړي.

پرون جي ۷ ډلې، چې له جرمنی، متحده ایالاتو، ایټالیا، بریتانیا، جاپان، فرانسې او کاناډا څخه جوړه ده، په منځنی ختیځ کې د کړکېچ کمېدو او زغم غوښتنه وکړه او په یوه بیان کې یې وویل چې وروستۍ پیښې په سیمه کې د پراخې شخړې سبب کېدای شي.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ ویلي و چې د جي۷ G7 د بهرنیو چارو وزیران به د شخړې په ټولو اړخونو غږ وکړي چې له داسې کړنو ډډه وکړي چې تاوتریخوالی زیاتوي.

پرون دوشنبې د روسیې د ملي امنیت شورا د منشي سرګی شوېګو په مشرۍ یو پلاوی تهران ته ولاړ او د دغه هیواد له چارواکو سره یې د وروستي رامنځته شوي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په ورته وخت کې، په داسې حال کې چې په سیمه کې تاوتریخوالی په زیاتېدو دی، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل چې "یرغلګر ته د سزا ورکولو حق له ایران سره خوندي دی، خو تهران په سیمه کې د تاوتریخوالی د زیاتولو هڅه نه کوي."

سرګی شیګو د سپتمبر په میاشت کې هم تهران ته په رسمي سفر تللی و.

هغه مهال هغه د روسیې دفاع وزیر و.