د بنګله‌دېش صدراعظمې شېخ حسینې استعفا کړې او له هېواده وتلې

د بنګله‌دېش صدراعظمه شېخ حسینه

د بنګله‌دېش صدراعظمې شېخ حسینې استعفا کړې او له هېواده وتلې ده.

نوموړې دا استعفا وروسته له هغه کوي چې په پرونیو مرګونو مظاهرو کې لږ تر لږه نوي کسان وژل شوي.

د دوشنبې په ورځ قهرجنو مظاهره‌چیانو د صدرات په ماڼۍ هم یرغل ور وړی.

د شېخ حسینې د استعفا او له هېواده د وتلو د خبر تر خپرېدو وروسته د راپورونو له‌مخې مظاهره‌چیانو په سړکونو باندې خوشالۍ کړي او جشنونه یې نیولي.

مظاهره‌چیانو پرون د شېخ حسینې استعفا غوښتې، خو هغې ګواښ کړی وو چې د تاوتریخوالي عاملین به وځپل شي.

تېره میاشت هم په بنګله‌دېش کې مظاهرو پر مهال لږ تر لږه ۲۰۰ کسان وژل شوي وو.

مظاهره‌چیان د ملکي خدماتو د قانون د سهم بندۍ پر ضد پاڅېدلي وو.