دوه افغان نجونو پرون د المپيک سياليو کې له خپلو سيالانو سره مسابقه وکړه

يولدز هاشمي او فريبا هاشمي

دوه افغانو نجونو یولدوز هاشمي او خور يې فریبا هاشمي پرون یک‌شنبې د پارس د المپیک په لوبو کې د بایسکل چلوونې په برخه کې له خپلو سیالانو سره سیالي وکړه.

په دغه لوبه کې بایسکل چلوونکو ۱۵۸ کیلومټره واټن وواهه، چې فریبا هاشمي په‌کې پنځه‌اويايم مقام ترلاسه کړ، خو یولدوز هاشمي ونه توانېده چې د لوبې له وروستي خط څخه تېره شي.

یولدوز هاشمي ازادي راډیو ته وویل، د پښې د عضلې د کش کېدو له کبله ونه توانېده چې له خپلو حریفانو مخکې شي.

په‌دې لوبې سره د پارس المپیک سیالیو کې د افغان لوبغاړو سفر پای ته ورسېد.

د سږکال المپیک سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب درې نجونو او درې هلکانو ګډون کړې وو، چې ټولو يې خپلې لوبې د کوم مډال له ګټلو پرته پای ته ورسولې.

طالبانو اعلان کړې وه چې، درې ښځینه افغان لوبغاړې په رسیمت نه پېژني.