د افغانستان کرکټ بورډ د نهم پړاو شپږیزې لوبډلې او لوبغاړي اعلان کړل

کابل کې د شپږيزې سيالۍ يو انځور، ارشيف

په اعلان شویو ټیمونو کې د افغانستان د کرکټ مشهوره لوبغاړي راشدخان، رحمن‌الله ګربز، نوین‌الحق عظمت‌الله عمرزی او ابراهیم ځدراڼ هم شامل دي.

تمه ده د شپږیزې په نوم د افغانستان شل اووریز تجارتي کرکټ لیګ د همدې اګست په ۱۲مه پيل او د اګست تر ۲۵ دوام وکړي.

شپږیزې لوبې معمولاً د کابل د کرکټ په نړیوال سټډيوم کې ترسره کېږي.

په‌دې دور شپږیزه کې د راشدخان په مشرۍ سپین غر پړانګان، د حشمت‌الله شهیدي په مشرۍ بند امیر، د ابراهیم ځدراڼ په مشرۍ مس عینک، د رحمت‌شاه په مشرۍ بست ساتونکي او د عظمت‌الله عمرزي په کپټانۍ باندې امو نهنګان ټیمونه له یو بل سره لوبې کوي.