حزب‌الله د اسراییل شمالي لور ته لسګونه راکټونه توغولي

په ایران پورې تړلې حزب‌الله ډلې ادعا کړې چې دا لومړی ځل دی چې د اسراییل دا سیمه په توغندو ولي او دا برید یې د لبنان پر جنوبي سیمو د اسراییل د بریدونو په غچ کې کړی دی.

د لبنان حزب‌الله ډلې نن یکشنبې د اګست څلورمه وویل چې د اسراییل د شمالي ښار بیت هیلل لور ته یې لسګونه راکټونه ویشتلي دي.

په ایران پورې تړلې، دې ډلې ادعا کړې چې دا لومړی ځل دی چې د اسراییل دا سیمه په توغندو ولي او دا برید یې د لبنان پر جنوبي سیمو د اسراییل د بریدونو په غچ کې کړی دی.

په ورته وخت کې د اسراییل پوځ وویل چې د لبنان له لوري د بر جلیل پر لور شاوخوا ۳۰ توغندي ویشتل شوي دي.

د اسراییل د پوځ په وینا، د اکثره راکټونو مخه نیول شوې او بې له دې چې چا ته زیان واړوي په بیت هیلل کې لوېدلي دي.

ځینو اسراییلي رسنیو لکه وای نیټ ویلي چې په هیلل کې د اورلګېدو یوه پېښه شوې ده.

له بلې خوا لبناني رسنیو نن یکشنبې وویل چې اسراییل د لبنان د جنوب د بلاط ښار په څنډه کې هوايي برید کړی دی.