غزه کې د یوه ښوونځي پر انګړ د اسراییل راکټي حمله؛ لږترلږه ۱۷ کسان وژل شوي

په غزه کې د برید وروسته خلک په ژغورنه بوخت دي.

د غزې د ملکي دفاع بنسټ وايي، په غزه ښار کې پرون شنبه د یوه ښوونځي پر انګړ د اسراییل په راکټي حمله کې لږترلږه ۱۷ کسان وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ وايي د حماس ډلې د قوماندې مرکز یې ویشتلی دی.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د غزې د ملکي دفاع بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي پر حمامه ښوونځي د توغندیو د برید له کبله ګڼ نور ټپیان شوي هم دي.

مخکې د وژل شویو شمېر ۱۰ ښوول شوی و.

تر دې مخکې د ملکي دفاع بنسټ ویاند محمود بسال ویلي وو په دغه ښوونځي کې بېځایه شوي فلسطینیان دېره وو.