افغان منډه وهونکی شاه‌ محمود نورزی نن د المپيک سياليو کې مسابقه لري

شاه محمود نورزی

افغان منده وهونکی شاه محمود نورزی نن شنبه د پاریس په المپیک سیالیو کې د نارینه‌و د سلو مترو د منډو په برخه کې مسابقه لري.

بلې افغانې منډه وهونکې کیمیا یوسفي په دغو مسابقو کې پرون جمعه په ۳۶ منډه وهونکو کې یودېرشم مقام خپل کړ.

هغې د برازیل د ۲۰۱۶ او د توکیو د ۲۰۲۰م کال په مسابقو کې هم ګډون کړی و.

ټاکل شوې افغان سایکل چلوونکي یولدوز هاشمي او فرېبا هاشمي د یک‌شنبې په ورځ پر سړک د بایسکل چلولو په برخه کې سیالي وکړي.

له‌دې سره د پاریس د المپیک په سږنیو سیالیو کې د شپړو افغان ورزشکارانو ټولې سیالۍ پای ته رسېږي.