په قطر کې د اسماعیل هنیه د جنارې مراسم ترسره شول

په قطر کې د هنیه د جنازې له مراسمو وروسته بېلابېل شعارونه ورکړي دي.

نن په قطر کې د اسماعیل هنیه د جنارې مراسم ترسره شول.

هنیه د جولای په ۳۱مه له خپل یو ساتونکي صالح العاوروي سره په تهران کې په یو برید کې چې ایراني چارواکي يې د اسراییلو کار بولي، ووژل شو.

۶۲ کلن اسماعیل هنیه د حماس وسله‌والې ډلې، چې امریکا او اروپايي ټولنه کې يې ترهګریز سازمان ګني، د سیاسي دفتر مشر و.

په نننیو مراسمو کې د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سربېره د حماس ډلې نوي مشر خالد مشعل، ایراني لوړپوړو چارواکو او د طالبانو د حکومت یو شمېر چارواکو ګډون کړی وو.

اسماعیل هنیه به د قطر پلازمېنې دوحې په شمال کې د لوسیل ښار په هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.