نړیوال بانک فارس هداد زیروس د افغانستان لپاره خپل نوی مشر ټاکلی دی

د نړيوال بانک لوګو

د نړیوال بانک د خبرپاڼې پر بنسټ، زیروس له‌دې وړاندې په نیپال، مالدیو او سریلانکا کې د نړیوال بانک مشر پاتې شوی و.

زیروس په خپلو خبرو کې ویلي: "زه خوشاله یم چې له خپلو همکارانونو سره په ګډه له افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوو، زما لومړیتوب دا دی چې ډاډ ترلاسه کړم ترڅو نړیوال بانک افغانانو ته د روغتیا، تعلیم، د خوړو خوندیتوب او د ژوند په نورو برخو کې په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته خدماتونه وړاندې کړي."

زیروس به د میلندا ګوډ چې د افغانستان لپاره د نړیواله بانک مشره وه، ځای ونیسي.

امریکايي زیروس په ۱۹۹۶ کال کې له نړیوال بانک سره دنده پیل کړې، چې د نیپال، مالیزیا او بولیویا په ګډون په عراق، غزه او یو شمېر خلیج هېوادونو کې په بېلابېلو برخو کې کار کړی دی.