جو بايډن د اسراييل صدراعظم ته د پوځي مرستو ډاډ ورکړی

د عکس ښي لور ته د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو او چپ لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ته په ټیلفوني خبرو کې د پوځي مرستو د ورکولو ډاډ ورکړی دی.

رویټرز خبري اژانس وایي چې، بایډن پرون له نتنیاهو سره په اسراییلو د توغندیز او بې‌پيلوټه الوتکو د برید په ګډون د احتمالي ګواښونو د دفع لپاره د نوي دفاعي ځواک پر لېږلو خبرې وکړې.

په راپور کې دا جزیات نه‌دي ورکړل شوي چې امریکا څه ډول نوی دفاعي ځواک اسراییلو کې ځای پر ځای کوي.

دا په‌داسې حال کې ده چې په ایران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته اسراییل ته د ایران او حماس ډلې له‌خوا د غچ اخیستو ګواښونه وشول.

امریکا او اروپایي ټولنه حماس د ترهګرو په توګه پېژني.

بل لورته فرانس پریس د لبنان د حزب‌الله ډلې په حواله ویلي چې، پرون پنجشنبه یې د اسراییلو پر شمالي څنډې لسګونه توغندي ویشتلي چې یوشمېر ملکیان په‌کې وژل شوي دي.