د متقاعدو مامورينو ټولنې له طالبانو د تقاعد د معاشونو غوښتنه وکړه

د يو شمېر متقاعدينو انځور، ارشيف

د افغانستان د متقاعدو مامورینو ټولنې یوځل بیا د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې د متقاعدینو معاشونه ورکړي.

د دې انجمن مشر افندي سنګر پرون (د زمري ۱۱مه) ازادي راډیو ته وویل، چې د متقاعدینو په معاشونو کې له تېرو څه باندې دریو کلونو راهیسې ځنډ د دوی ژوند تریخ کړی دی.

د متقاعدینو له پرله‌پسې غوښتنو سره سره د طالبانو حکومت تر اوسه هم د دوی د معاشونو د ورکړې په برخه کې اقدام نه‌دی کړی.

د طالبانو لوی مشر ملاهیبت‌الله اخندزاده په‌دې وروستیو کې د مالیې وزارت ته امر وکړ چې د دولت د مامورینو له معاشونو څخه دې نور د تقاعد لپاره پیسې نه اخلي.