روسیې د امریکا او ګڼو نورو هېوادونو د بندیانو د پراخې تبادلې پروسه پیل کړه

د روسیې او امریکا بیرغونه

راپورونه وايي، روسیې، د امریکا متحدو ایالتونو او ګڼو نورو هېوادونو د بندیانو د پراخې تبادلې پروسه پیل کړه.

اټکل کېږي، چې دا تر سړې جګړې وروسته د خپل ډول له مخې د بندیانو تر ټولو غټه تبادله وي.

بلومبرګ، سکای نیوز، سي‌این‌این او نورو غربي رسنیو د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې دا پروسه نن د اګست پر لومړۍ نېټه وروسته له هغې پیل شوه چې په روسیه کې ګڼ سیاسي سیاسي بندیان تري تم شول او له دې سره اوازې خپرې شوې چې دوی ښايي تبادلې ته چمتو کړای شوي وي.

دا پوره معلومه نه ده چې په تبادله کېدونکو کسانو کې څوک او څوک شامل دي.