د غزې روغتيا وزارت: په روانه جګړه کې تر دې دمه له ۳۹زره ډېر فسلطينيان وژل شوي

غزه کې د هوايي بريدونو له امله ويجاړې شوې ودانۍ چې د راپورونو پر اساس سلګونه فسلطنيان په‌کې وژل شوي.

د حماس ډلې تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت نن پنج‌شنبه وویل، په دغه قلمرو کې د اکتوبر له اوومې په روانه جګړه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۹زره ۴۸۰ ته ورسېد.

د دغه وزارت په وینا په‌دې موده کې ۹۱زره ۱۲۸ نور کسان ټپیان شوي دي.

خپلواکو سرچینو دغه شمېرې تایید یا رد کړي نه‌دي.

په غزې کې د اسرايیل له‌خوا وروسته له هغې جګړه پیل شوه، چې لومړی حماس ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسرايیل په ناڅاپي حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او شا و خوا ۲۵۰ نور کسان یرغمل کړل.

د امریکا متحده‌ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د ایران په پلازمېنه تهران کې د چهارشنبې په ورځ د حماس د سیاسي څانګې د مشر اسماعیل هنیه وژل کېدو، دا وېره پیدا کړې چې ښايي دا پېښه د تهران او اسريیل ترمنځ د مستقیمې شخړې سبب شي.