حزب‌الله ډلې د اسراييل په بريد کې د خپل پوځي مشر فواد شکور وژل کېدل تاييد کړل

د حزب‌الله ډلې جنګيالي

د لبنان د حزب‌الله ډلې د اسراییل په یوه برید کې د خپل پوځي مشر فواد شکور وژل کېدل تایید کړل.

اسراییل وړمه ورځ وویل چې د حزب‌الله دغه قومندان یې د لبنان د پلازمېنې بیروت په یوه څنډه کې په نښه کړی دی.

فواد شکور تورن دی چې د جولان په لوړو هغه توغندیز برید کې لاس لري، چې د همدۍ اوونۍ په پیل کې د فوټبال پر یوه میدان وشو او لږ تر لږه ۱۲ ماشومان او تنکي ځوانان په‌کې ووژل شول.

د جرمني خبري اژانس بېګا ناوخته لیکلي، حزب‌الله پر خپل دغه پوځي مشر د اسراییل برید "ناوړه او جدي جنایت" بللی دی.

د لبنان د بهرنیو چارو وزیر عبدالله ابو حبیب ویلي، اسراییل په‌دې ډول عملیاتو سره غواړي چې سیمه نوره هم جګړې ته ورټېل وهي.