د اسراييل صدراعظم: هر تيري ته به سخت ځواب ورکړو

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو تېر ماښام (چهارشنبه) خبرداری ورکړ چې که د اسراییل پر ضد په هره جبهه کې هر راز برید وشي، نو عامل به یې لوی تاوان پرې کړي.

نتانیاهو دا خبرداری، بې له‌دې چې د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه د وژنې یادونه وکړي، ورکړ.

خو دا په تهران کې په یوه برید کې د حماس د سیاسي مشر له وژل کېدو وروسته د هغه لومړنۍ څرګندونې دي.

حماس یوه له هغو ډلو څخه ده چې د امریکا او اروپا د ترهګرو په لېست کې ده.

ښاغلي نتانیاهو وویل چې راتلونکې ورځې د ده د هېواد لپاره ننګوونکې دي خو ټولو سناریوګانو ته چمتو دی.

د اسراییل صدراعظم زیاته کړه، اسراییل د ایران ملاتړو ځواکونو ته سخت ګوزارونه ورکړي او چمتو دی چې هر تیري ته چې له هر ځایه وي، سخت ځواب ووايي.