ګیبریسوس: په غزه کې د ماشومانو د ګوزڼ ویروس موندل شوی

د غزې یوه څنډه

د روغتیا د نړیوال سازمان یا "ډبلیو‌ایچ‌او" مشر ټیډروس اډهانوم ګیبریسوس وايي، په غزه کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ویروس موندل شوی دی.

نوموړي خبرداری ورکړ چې که ژر تر ژره د مخنیوي تدابیر ونه نیول شي، نو ډېر ژر به په دې جګړه ځپلې سیمه کې ماشومان په دې ناروغۍ اخته شي.

ګیبریسوس د چهارشنبه په ورځ په ایکس چینل کې لیکلي چې په غزه کې د پولیو ویروس تشخیص د خلکو د ناوړه شرایطو څرګندونه کوي.

پولیو یوه ویروسي او لاعلاجه ناروغي ده چې د مخنیوي یوازینۍ لار یې د پولیو ضد واکسین تطبیق دی.

غزه د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر له اوومې راهیسې د اسراییلو او حماس ډلې، چې اروپا او امریکا یې ترهګر بولي، د سختو نښتو شاهده ده چې په پایله کې یې میلیونونه خلک له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.