د هنیه مړی په تهران کې له جنازې وروسته قطر ته لېږدول کېږي

د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه

عربي رسنیو خبر ورکړی چې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه مړی به د پنجشنبې په سهار د ایران په پلازمېنه تهران کې له جنازې وروسته قطر ته ولېږدول شي.

حماس د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي اتحادیې لخوا د یو ترهګر سازمان په توګه پېژندل شوی.

هنيه د چهارشنبې په سهار د تهران په شمال کې د هغه په استوګنځي کې له خپل یوه ساتونکي سره په یوه برید کې چې څرنګوالی یې لا مشخص نه دی ووژل شو.

ایران برید توغندیز بللی او پړه یې پر اسراییل ور اچولې ده.

رپوټونو کې ویل شوي د جمعې په ورځ به دوحه کې د هنیه د جنازې بل لمونځ وشي او بیا به د قطر په دویم لوی ښار لوسیل کې خاورو ته وسپارل شي.

هنیه په ۲۰۱۷م کال کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر په توګه وټاکل شو او له هغه وخت راهیسې د خپلې کورنۍ له ځینو غړو سره په قطر کې اوسېږي.