ايران د اسماعيل هنيه له وژل کېدو وروسته درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی

د ايران بيرغ

د ایران حکومت په دغه هېواد کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه تر وژل کېدو وروسته درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی دی.

د حماس، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د ترهګرو په توګه پېژني، د سیاسي دفتر مشر نن چهارشنبه سپیده داغ مهال د تهران په شمال کې په یوه برید کې ووژل شو.

د ایران حکومت د یوې اعلامیې په صادرولو سره ویلي چې چهارشنبه، پنجشنبه او جمعه به دغه هېواد کې د همدې پېښې له کبله ملي ماتم وي.

په اعلامیه کې د هنیه وژل کېدل وحشیانه اقدام بلل شوی او ویل شوي چې، د هنیه په وژلو سره چې د ایران رسمي او ډیپلوماتیک مېلمه و، ټول انساني او د نړیوالو حقوقو اصول تر پښو لاندې شوي.

ټاکل شوې د هنیه د جنازې مراسم نن په تهران کې ترسره شي.

هنیه تېره ورځ د ایران د نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو کې د ګډون په هدف تهران ته تللی و او هلته یې له پزشکیان او د ایران له ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي سره هم لیده کاته درلودل.

ایران او حماس دواړو د دغه برید پړه پر اسراییل اچولې او د غچ اخیستنې ګواښونه یې کړي دي.