حزب‌الله ډله: د قوماندان فواد شکور برخه‌ليک لا هم معلوم نه‌دی

د حزب‌الله جنګيالي

د لبنان حزب‌الله ډله وایي، د دوی د وتلي قومندان فواد شکور برخه لیک لا هم نا معلوم دی.

د جرمني خبري اژانس د حزب‌الله د یوې خبرپاڼه پر اساس دغه خبره کړې ده.

دا په‌داسې حال کې ده چې اسراییل نن ادعا وکړه چې د حزب‌الله د ملېشو وتلی قوماندان فواد شکور، یې وژلی دی.

شکور د روانې اوونۍ د پیل په هغه راکټي حمله کې په لاس لرلو تورن و، چې ۱۲ اسراییلي ځوانان یې ووژل.

د اسراییلو دفاعي ځواکونو پرون پر ایکس شبکې په یوه بیان کې وویل نوموړی چې دا برید یې تنظیم کړی و، په بیروت کې په یوه اپارتمان کې په نښه شو.

شکور چې د الحاج محسن په نوم هم یادېده او د امریکا د تروریستانو په تور لېست کې و، د حزب‌الله مشر حسن نصرالله ته ترټولو نژدې کس بلل کېده.

متحده‌ایالات چې حزب‌الله یوه تروریستي ډله بولي د شکور پرسر پنځه میلیون ډالر جایزه اعلان کړې وه.

دې حملې د منځني ختیځ د کړکېچ د پراخېدو وېره زیاته کړې ده.