د بلوڅانو پر پرلت د بريد په غبرګون کې د کاربنديز اعلان شوی

د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې هم پرون (سه‌شنبه) د ناامنۍ او د پوځي عملیاتو خلاف کاربندیز او احتجاج شوی دی.

د بلوچستان ایالت په ګوادر کې د بلوچانو د یووالي د کمېټې پر پرلت د برید پر ضد پرون (سه‌شنبې) د بلوچستان په ګڼو سیمو کې کاربندیز او اعتراضونه وو.

د بلوچستان ایالت د مدافع وکیلانو ټولنو هم د ایالت په مرکز کوټه او نورو ښارونو کې اعتصاب کړی دی.

د جولای په ۲۸مه نېټه ټاکل شوې وه، چې د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې عامه غونډه جوړه شي، خو د امنیتي ځواکونو له مداخلې او د لارو د بندولو له کبله غونډه پر احتجاج بدله شوې ده.

له‌دې جلا د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې هم پرون (سه‌شنبه) د ناامنۍ او د پوځي عملیاتو خلاف کاربندیز او احتجاج شوی دی.

د اعتصاب برخوالو، چې د سیاستوالو ترڅنګ قومي مشرانو، سوداګرو او عامو خلکو په‌کې ګډون درلود، غوښتنه کوله چې د دوی په سیمه کې دې ناامني پای ته ورسول شي او له افغانستان سره دې د تګ راتګ لاره پرانستل شي.