د ترکمنستان او طالبانو چارواکو د ټاپي او ټاپ پروژو د کار پر پيل خبرې کړي

انځور - ارشيف

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید میریدوف په عشق‌اباد کې د طالبانو د حکومت له شارژدافېر فضل‌محمد صابر سره د ټاپي او ټاپ پروژو د عملي کار د پیلېدو په اړه خبرې وکړې.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت پرون (سه‌شنبې) وویل، رشید میریدوف د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ترانسپورت، د انرژۍ انتقال او سوداګرۍ په شمول په ګڼو برخو کې د همکاریو د بالقوه امکاناتو یادونه وکړه او ویې ویل چې، تر هر څه وړاندې لومړی د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د ګازو د پایپ لاین پروژه ده.

ده له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا د لېږد د پروژې ټاپ او افغانستان ته د ترکمنستان د ریل‌لارې یادونه هم وکړه.

ترکمنستان ډېر لېوال دی چې د ټاپي پر پروژې ژر کار پیل شي خو داسې ښکاري چې، د دې پروژې د تمویل لپاره نړیوالو مالي ادارو لا زړه نه‌دی ښه کړی.