زرګونه فلسطینیان بېرته خان یونس ته ستانه شول

ارشیف

په خان یونس کې د اسراییلو له پوځي عملیاتو وروسته زرګونه فلسطینیان نن د غزې د جنوب په دې لوی ښار کې خپلو مېنو ته ستانه شول.

فلسطیني ژغورونکو ډلو او ملکي وګړو نن د جګړه ځپلې سیمې له واټونو څخه مړي راټول کړل او په موټرو او خرګاډو کې یې سړو خونو ته ولېږدول.

د غزې د روغتیا وزارت چې حماس ډله یې اداره کوي ویلي چې په خان یونس کې د اسراییل د اته ورځنیو عملیاتو په ترڅ کې ۲۵۵ فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسراییلو پوځ ویلي و، چې په خان یونس کې د پوځي عملیاتو هدف د حماس ډلې چې اروپايي ټولنه او امریکا يې تروریستي ډله بولي، د جنګیالیو د بیا راټولېدو مخنیوی دی.