د افغانستان په ۱۳ولايتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو وړاندوينه شوې

د سېلابونو يو انځور

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د هېواد په دیارلسو ولایتونو کې د بارانونو او سېلونو د راوتلو اټکل کړی.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست په یوه بیان کې ویلي چې، نن په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، میدان وردګو، زابل او کندهار ولایتونو کې د بارانونو او په نتیجه کې یې د سېلونو د راوتلو احتمال شته او همداراز په ځینو سیمو کې د تېزو بادونو اټکل هم شوی دی.

په افغانستان کې په وروستیو څو کلونو کې بارانونه او ورپسې سېلونه په هغو سیمو کې چې د سیندونو پر غاړه پرتې دي ډېر کله انساني او مالي زیانونه اړوي.

په تېرو دوو اوونیو کې په‌دې ډول پېښو کې له اویا زیات کسان مړه او سلګونه نور تپیان شول.