په تبعيد کې د افغان خبريالانو فدراسيون د خبريال ابراهيم محتاج د خوشې کېدو غوښتنه کړې

انځور - ارشيف

په تبعید کې د افغان خبریالانو فدراسیون د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې افغان خبریال ابراهیم محتاج سمدستي راخوشې کړي.

د دې فدراسیون مشر ضیابومیا بېګا ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو سیمه‌يیز چارواکي که د خبریالانو په چارو کې ستونزې ویني، نو د رسنیزو سرغړونو د کمېسیون له لارې دې اړوند مسایل حل کړي.

په کندهار کې سرچینو بېګا ازادي راډیو ته وویل چې، د طالبانو استخباراتو پنځه ورځې مخکې د ملت غږ راډیو د خپرونو مسوول ابراهیم محتاج او نور کارکوونکي ونیول چې، نور وروسته خوشې شول خو محتاج تر اوسه هم د طالبانو په بند کې دی.

د طالبانو حکومت تر اوسه د محتاج د نیولو په اړه څه نه‌دي ویلي.

له‌دې مخکې د افغانستان د خبریالانو مرکز د خپلو سرچینو په حواله ویلي و، ښاغلی محتاج د کندهار د امرباالمعروف او نهی عن المنکر ادارې نیولی دی.

محتاج په تېره یوه میاشت کې دوهم خبریال دی چې په کندهار کې نیول کېږي.