سږ کال تراوسه پورې په خیبرپښتونخوا کې د وسله‌والو بریدونو له کبله لږترلږه ۷۶ پولیس وژل شوي

په خیبرپښتونخوا کې څو ورځې مخکې پر یوې نظامي مرکز د برید له کبله یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

پاکستاني رسنیو نن راپور ورکړ چې سږ کال تراوسه پورې په خیبرپښتونخوا ایالت کې په وسله‌والو بریدونو کې لږترلږه ۷۶ پولیس وژل شوي دي.

د پاکستان د جیونیوز تلوېزیون د راپور له مخې، په بېلابېلو حملو کې ۱۱۳ نور پولیس ټپیان شوي دي.

د راپور پر اساس، پر پولیسو تر ټولو ډېر بریدونه په ډېره اسماعیل خان کې شوي چې له کبله یې ټولټال ۲۳ تنه پولیس وژل شوي او همدومره نور ژوبل شوي دي.

په پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو د اکثره بریدونو مسوولیت د ټي‌ټي‌پي یا د پاکستاني طالبانو ډله په غاړه اخلي.