د ترکیې ولسمشر د فلسطین په ملاتړ اسراییلو ته د پوځي مداخلې ګواښ کړی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فلسطین په ملاتړ اسراییلو ته د پوځي مداخلې ګواښ کړی دی.

د جرمني ډي‌پي‌اې خبري اژانس لیکلي چې اردوغان پرون یکشنبه د خپل عدالت او توسعې ګوند یوې غونډې ته چې د تور سمندر په ساحلي ښار ریزې کې جوړه شوې وه، دا څرګندونې کړي.

اردوغان په لیبیا او نګورنو قره‌باغ کې د خپل هېواد پوځي مداخلې د بیلګې په توګه یادې کړي او ویلې یې دي، دوی ممکن ورته کار له اسراییل سره هم وکړي.

ترکیه په لیبیا کې په پوځي پرسونل او تجهیزاتو سره د هغه حکومت ملاتړ کوي چې نړیوال یې په رسمیت پېژني.

ترکیې په نګورنو قره‌باغ کې هم چې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ لانجمنه سیمه ده، په پوځي وسایلو او ډرون الوتکو سره د اذربایجان ملاتړ کړی دی.

اردوغان په خپلو پرونیو څرګندونو کې د خپل هېواد دفاعي صنعت ستایلی او ویلې یې دي، هېڅ داسې کار نه شته چې دوی یې د ترسره کولو وس ونه لري.

له کله چې اسراییل پر غزې بریدونه پيل کړي، د اسراییل او ترکیې اړیکې کړکېچنې شوې دي.

ترکیه په غزه کې جنګېدونکې حماس ډله چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، ازادي غوښتونکی سازمان ګڼي.