بنيامين نتنياهو د لبنان حزب‌الله ډلې ته پر اسراييلو د پروني بريد له امله خبرداری ورکړی

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو حزب‌الله ته خبرداری ورکړی چې پر اسراییلو پرونی توغندییز برید به ورته په لوړه بیه پرېوزي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس په وینا دغه خبرداری وروسته تر هغه ورکول کېږي، چې پرون شنبه د اسراییل تر واک لاندې د جولان په لوړو کې د فوټبال پر یوه میدان توغندیز برید ملکیانو ته مرګ‌ژوبله واړوله.

دغه اژانس نن وختي د شوي برید د وژل شویو شمېر چې اکثره ماشومان او تنکي ځوانان دي، ۱۱ یاد کړی دی، خو د جرمني خبري اژانس بیا تازه ویلي چې ټولټال ۱۲ تنه وژل شوي دي.

د راپورونو له‌مخې دا له کله چې د اسراییل په شمالي پوله کې د دې هېواد د پوځیانو او د لبنان د حزب‌الله ډلې ترمنځ جګړه پيل شوې، پر اسراییلو د حزب‌الله تر ټولو خونړی برید ګڼل کېږي.

حزب‌الله بیا سم‌لاسي برید کې لاس لرل رد کړي دي.