د لبنان حزب‌الله ډلې د اسراييلو په ولکه کې "مجدال شمس" بريد کې لاس لرل رد کړي

د لبنان حزب‌الله ډلې يو شمېر جنګيالي

د لبنان حزب‌الله ډلې یو لورپوړي چارواکي محمد عفیف پرون شنبې د (جولای۲۷مه) رویترز خبري اژانس ته ویلي، دغه ډله د اسراییلو په ولکه کې د مجدال شمس د برید مسوولیت نه اخلي.

خو رويټرز د یوه اسراییلي پوځي چارواکې چې د نوم له ښودلو ډډه کوي په حواله ویلي، د لبنان د حزب‌الله ډلې له‌خوا توغول شوی توغندی د فوټبال په میدان لګېدلی دی.

د اسرايیلو د بېړنیو روغتیايي خدماتو ادارې ویلي، له لبنان څخه د دغه توغندي د لګېدو په پایله کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي وو.

د بېړنیو خدماتو د څانګې مشر الی بین ویلي، په‌دې پېښه کې لس تنه وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان دي، چې د ۱۷ تنو روغتیايي حالت يې نازک دی.

د فوټبال پر دې میدان برید وروسته له هغې دی چې د راپورنو پر بنسټ د جمعې په سهار پر لبنان د اسراییلو په برید کې څلور وسله‌وال وژل شوي وو.