د هوا پېژندنې ادارې نن يک‌شنبه په يو شمېر ولايتونو کې د ورښتونو اټکل کړی

افغانستان کې د وروستيو سېلابونو له امله د ويجاړۍ يو انځور

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د سختو بارانونو د ورېدو او د سېلابونو د بهېدو اټکل کړی دی.

دې ادارې پرون شنبې د (جولای ۲۷مه) پر خپلې وېب‌پاڼې ويلي، نن یک‌شنبې په نورستان، کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو او تېزو بادونو د پېښېدو اټکل شوی دی.

په افغانستان کې په وروستیو دوو اوونیو کې سختو بارانونو او سېلابونو نژدې ۷۱ کسان مړه او په سلګونه نورو ټپیان کړي.

افغانستان چې د اقلیمي بدلون له زیانګالو هېوادونو بلل کېږي په وروستیو څو میاشتو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو شاهد دی، چې له کبله یې په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه کسانو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.