بادغیس کې د پستې پر ځنګلونو د خلکو یرغل؛ تر وخت مخکې حاصلات یې راټول کړي

ارشیف: په افغانستان کې د پستې د ځنګلونو یوه څنډه

په بادغیس ولایت کې سږ کال د پستې حاصلات تر وخت مخکې راټول شوي دي.

د بادغیس ولایت اوسېدونکی احسان الله له لسو کلونو راهیسې د پستې د پېر او پلور کار کوي.

هغه وویل: "ونو ډېر بار درلود، خو له بده مرغه مخکې له دې چې حاصل يې راټول کړي شول مات شو او د تېر کال په پرتله په نيمه بيه په بازارونو کې پېرودل او پلورل کېږي، یو من/د څلور کیلو قوجوم پستې بيه ٦٠٠ افغانۍ ده، خو تېر کال د یو قوجوم بيه ١٢٠٠ افغانۍ وه."

نوموړي ازادي راډيو ته وویل چې تر دې دمه يې د پستې په بیه کې دومره کموالی نه و تجربه کړی.

يو شمېر نورو هغه کسانو چې پستې راټولې کړي، وايي چې له شول مخکې د پستې راټولولو د بادغيس ولایت د پستې کيفيت ته سخت زيان رسولى دى.

د پستې د شول ماتېدل، د بادغیس ولایت د پستې له طبیعي ځنګلونو څخه د پستې د راټولولو د فصل پیل ته وايي، چېرې چې خلک په انفرادي او ډله‌ییزه توګه پسته راټولوي.

دوی دغه شان وايي چې سږ کال د بادغیس ولایت د طبیعي ځنګلونو څخه د پستې حاصلات زیات شوي دي.

د بادغیس ولایت اوسېدونکی محمد یونس یو له هغو کسانو څخه دی چې سږ کال یې د لیق پستې څخه شاوخوا ۸۰ کیلو حاصلات راټول کړې دي.

ارشیف: په افغانستان کې د پستې د یوه ځنګل څنډه

هغه، چې اوس د خپلې خامې پستې د پلورلو په هڅه کې دی، د خپل محصول د کيفيت او د بيو له ټيټوالي په اندېښنې سره وویل: "دا چې پسته خامه ده او شول مات دی، د همدې لپاره ټول منتظر دي چې د پستې پایله مالومه شي چې ويې پېري که نه، له همدې امله د پستې قوجوم بيه ډېره ټیټه ده."

د بادغيس د اوسېدونکو په وينا، سږ کال پسته له ټاکل شوي مودې څخه ۲۰ ورځې مخکې راټوله شوې ده.

دوی همدا دغه شان ټینکار کوي چې له مناسبې مودې څخه مخکې د پستې د شول ماتېدل د دې لامل شوي چې پسته یا کوچنۍ دانې ولري یا ځینې یې پوچې او بې مغزه وي.

په بادغیس ولایت کې د طالبانو حکومت د کرنې ادارې رییس اخندزاده عبدالحی هم تایید کړه چې له وخت څخه مخکې د پستې شول د ماتېدو له امله سږ کال حاصلات یې ګټه نه لري.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې دوی ولې د مناسب وخت څخه مخکې خلکو ته اجازه ورکړه چې د پستې شول مات کړي، داسې ادعا وکړه: "سږ کال ټولې پستې خرابې شوې، خلکو زور وکړ او خلکو ستونزې جوړې کړې. اوس هېڅ ګټه نه لري، یو من په درې سوه، څلور سوه، ده او هغه تر ټولو لوړه بيه يې ٦ سوه او ٧ سوه افغانۍ ده."

نثاراحمد چې د وچې مېوې یو له صادروونکو څخه دی، د هغو خلکو بر عکس چې په کورني بازار کې د پستې په پېر او پلور بوخت دي، اندېښنه نه لري.

که څه هم هغه تاييدوي چې له وخته مخکې د پستې راټولول د پستې په مقدار او بيې اغېز کوي.

خو وايي چې د پخوا په پرتله د بادغيس ولايت د پستې د ځنګلونو د ښه توليد له امله کولای شي په نړيوال بازار کې پېرودونکي لري.

نثاراحمد وايي: تقریباً ٣٠ یا ۴۰ سلنه کم بار راغلی، خو له نیکه مرغه فصل يې ډېر دی.

هغه زیاتوي: "تقریباً ٣٠ یا ۴۰ سلنه کم بار راغلی، خو له نیکه مرغه فصل يې ډېر دی، ٣٠ یا ۴٠ سلنه کم بار راغلی، خو د نورو کلونو په پرتله یې ٣ برابره حاصلات ورکړي، نو د بيې ستونزه یې حلوي او په نړیوالو بازارونو کې کوم خاص توپیر نه راځي."

د بادغيس ولايت د پستې طبيعي ځنګلونه چې د پستې لېق په نوم يادېږي، د یاد ولايت د خلکو له طبيعي عايداتي سرچينو څخه بلل کېږي.

د بادغيس د پستې له ځنګلونو څخه توليد شوې پسته نه يوازې د هېواد دننه مشهوره ده، بلکې د ښه کيفيت له امله يې ډېر نړيوال پېرودونکي هم لري.

خو هغه کسان چې په سیمه‌ییزه او ملي کچه پسته پېري او پلوري، سږ کال اندېښنه لري چې له وخته مخکې د پستې راټولول به د افغانستان د دغې مشهورې وچې مېوې نړیوال شهرت ته زیان ورسوي.