په بلجیم کې د داعش درې تنه مشکوک غړي نیول شوي

ارشیف

په بلجیم کې د داعش د خراسان ولایت څانګې درې تنه مشکوک غړي نیول شوي دي.

د بلجیم د عامه څارنوالۍ دفتر پرون جمعه د اسد ۵مه اعلان وکړ چې دوی د یوه تروریستي برید په پلانولو تورن دي.

د بلجیم څارنوالۍ دا هم ویلي چې د هغو څلورو کسانو له ډلې چې د پنجشنبې په ورځ په دغه هېواد کې پر یوه کور د چاپې په ترڅ کې نیول شوي وو، درې یې د یوه قاضي له خوا تر څېړنو وروسته خوشې شول.

چارواکو ویلي چې دغه اووه کسان چې د بروکسل په یوه مېنه او همداراز په انټ ویرپین، لیخ او خینت ښارونو کې نیول شوي، په اصل کې د چیچینیا اوسېدونکي دي.

څارنوالان وايي، داسې نښې نه‌شته چې دغو کسانو دې مخکې یو مشخص هدف ټاکلی وي.

د بلجیم څارنوالۍ د المپیک له لوبو سره د دغو کسانو د احتمالي تړاو په اړه د رویټرز پوښتنو ته ځواب ونه وایه.