د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسراییل او حزبالله ترمنځ د کړکېچ په ترڅ کې د لبنان په جنوب کې بشري وضعیت ته په اشارې وویل چې امریکا له خپلې خاورې څخه د ځینو لبناني اتباعو د ایستلو امر ځنډوي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د هغه یادښت پر اساس چې جو بایډن د جمعې په ورځ جولای ۲۶مه د کورني امنیت وزارت ته لېږلی، د لبناني وګړو د ایستلو پرېکړه اتلس میاشتې ځنډولې او ویلي یې دي چې دا ځنډ لبنانیانو ته اجازه ورکوي چې په متحدو ایالتونو کې د کار کولو حق ولري.
د امریکا ولسمشر په دغه یادښت کې لیکلي چې د حزبالله او اسراییل ترمنځ د کړکېچ له کبله د لبنان په جنوب کې بشري وضعیت د پام وړ خراب شوی دی.